اسلام آباد 30 اكتوبر (اے پي پي)د ??ېب??پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په صوبه كښې د امن امان په ناوړه وضعه د سختو تحفظاتو څرګندونه كولو سره وئېلي دي صوبائي حكومت امن اوامان په ځاے ساتلو كښې ناكامه راغلے ۔ده د ??ېب??پښتونخوا په مشرتابه تنقيد كولو سره ووئيل وزيراعلٰی په معاملات كښې سنجيدګي نه ښائي او د صوبې مسئلو پلو پام نه كوي۔د شورو په ور?? د اسلام آباد چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري دورې په موقع مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل په ??ېب??پښتونخوا كښې به په امن راوستلو كښې وفاقي حكومت له سنجيدګي ښودل وي۔د پي ټي آئي د جمعې په ور?? په پېښور كښې متوقع جلسې په اړه فیصل کریم کنډي ووئيل ??ېب?? پښتونخوا كښې د دې جلسې د کامیابۍ امید اوس د پنجاب څخه په راتلونكو کارکنانو دے۔ده يادګېرنه وكره چې په ماضي كښې د ??ېب?? پښتونخوا فنډز څخه په اسلام آباد بريد كيدو،خو اوس صورتحال بدل شوے۔د ??ېب?? پښتونخوا ګورنر د سپریم کورټ بار په اوسنو ټاكنو تبصرہ کښې ووئيل د پي ټي آئي قیادت د پېښور الیکشن كښې مقبولیت کم شوے او د بار ټاكنو كښې ماتي سره مخ شوي ۔ده ووئيل د 26م آئینی ترمیم کریډټ چیئرمېن بلاول بھټو زرداری ته ترلاسه دے، مولانا فضل الرحمان هم منلي ده،اوس چې جمهوری قوتونو ته كله هم حاجت وي 27م آئینی ترمیم هم كولې شي۔