تونسہ بیراج/کوټ ادو 22 نومبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر ا??سن اقبال و??ېلي دي بلوچستان كښې د پرمختګ مخ ??يوي كوونكې ترهه ګر دي٬د هغوي ناوړه ارادې به شنډې كړی شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د كچهي كينال بحالۍ پروژې پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ده و??ئيل كچهي كينال مهمه پروژه په كال 2018 كښې د مسلم ليګ(ن)په دور كښې بشپړه شوې وه خو كال 2022 كښې تباهي كونكې سېلاب څخه دا نهر ډېر وځپلے شو چې په نتيجه كښې يې زرعي څانګې سره تړون لرونكي خلق بې روزګاره شول ۔ده و??ئيل د وزيراعظم په خاص هدايت د نهر د بحالۍ كار په ترجيحي بنيادونو بشپړ كړے شو۔ده و??ئيل په كال 2018 كښې پرمختيائي بجټ 340 ارب روپو څخه 1000 ارب روپو ته ورسېد خو په كال 2022 كښې چې كله اقتدار راته ترلاسه شو نو بجټ 750 ارب روپۍ پاتې ؤ ۔د زياتې شوې آبادۍ په لړ كښې په پرمختيائي بجټ كښې اضافه ضروري ګرځولو سره ده و??ئيل راتلونكو څو كلونو كښې به پاكستان پ?? قوي بنيادونو اودرولې شي۔ده و??ئيل وزيراعظم بلوچستان لپاره مختص وسائل كښې 40 فيصده زياتوالے كړے٬كوم چې د دې سيمې پرمختګ پلو مهم ګام دے۔ده و??ئيل بلوچستان كښې د پرمختګ مخ ??يوي كوونكې ترهه ګر دي٬د هغوي ناوړه ارادې به شنډې كړی شي۔ا??سن اقبال ځوانانو ته روزګار٬تعليم او خوشحالۍ وركول د حكومت مشن وګرځولو او باور يې وركړو چې د وزيراعظم شهبا شريف په مشرۍ كښې به د اولس خوشحالۍ لپاره پرله پسې كار روان ساتلې شي۔ده و??ئيل د ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ له امله پرمختيائي پروژو ته زيان رسي۔ترهه ګر عناصر نه يوازې د بې ګناه اولس ځانونو لپاره خطر دے بلكې د صوبې معيشت او انفراسټركچر پرمخګ كښې هم خنډ جوړېږي۔ده و??ئيل حكومت او قانون نافذ كوونكې ادارې د دې مسئلې مخ ??يوي لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي خو دې سره سره د اولس شموليت او بنيادي آسانۍ هم ضروري دي دغسې چې خلق د پرمختګ په دې عمل كښې شامل شي۔د پرمختګ په لاره كښې امن او يووالے په ځاے ساتل ډېر مهم دے۔