د پاكستان ٬ تركيه او انډونيشيا په زياتيدونكې اسلاموفوبيا قابو موندلو لپاره د يو موټے كيدو عزم

image

نیویارک ۔6 جون(اے پی پی) پاكستان ٬ تركيه او انډونيشيا په زياتيدونكې اسلاموفوبيا قابو موندلو له د يو موټے كيدو عزم پخلے كړے٬ مسلمانانو څخه مخ په زياتېدونكې كركې تر مخه د پاکستان، ترکیه او انډونیشیا سینئر سفارت کارو د اسلاموفوبيا مخنيوي له د خپلو خپلو حكومتونو د اجتماعي عزم پخلي كولو سره د امن ٬ روادارۍ او بېن المذاهب مكالمې وكالت هم وكړو۔ دوئي په نيويارك كښې د ترکيې په قونصلېټ جنرل كښې د درېو اسلامي هېوادونو قونصل جنرلز د ګډې كوربتوب كښې راجوړې كړې دستورې ته خطاب كولو۔ د پاكستان قونصل جنرل عامر احمد اتوزئي په خپل خطاب كښې د اسلام په بنيادي اصولو اعتدال، تکثیریت، خواخوږۍ او زغم زور راوړو۔ ده د انتها خوښو د يو اقليت لخوا د اسلام ناسمې تشريح او د 9/11 پېښې څخه وروستو په اسلاموفوبيا كښې د اندېښنې وړ زياتوالے په ډاګه كړو په كومه كښی چې د مسلمانانو په ضد د كركې خپرونكي وېناګانې ٬ تشدد او اداره جاتي امتيازي سلوك شامل دے۔ پاکستاني سفارتکار په اسلامو فوبیا قابو موندلو له د اقدامات په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ قرارداد په منظورۍ كښې د تركيه او انډونيشيا سره سره د پاكستان په فعاله كردار هم زور راوړو په كوم كښې چې د اسلاموفوبيا مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د خصوصي مندوب د تقررۍ غوښتنه هم شامل ده۔ پاکستانی قونصل جنرل په غزه كښې د اسرائيل د نسل كشۍ اقدامات د نړيوالې اسلاموفوبيا يوه ښكاره عكاسي ګرځولو سره د دغې غندنه وكړه۔ ده په هند كښې د مذهبي ځايونو په منظمه توګه له مينځه وړولو او دغلته روانو نورو اسلامو فوبک کارروائیو پلو هم پام ورګرځولو۔ ده په مقبوضه كشمير كښې د قابضو ځواكونو موجودګۍ او د هند امتيازي پالېسيو پلو هم اشاره وكړه چې مقصد ئۍ مسلم اكثريت په هندو اكثريت بدلول دي۔ تركيه سره تعلق لرونكې اېسوسی اېټ پروفېسر ډاکټر اینیس بیرکلی د اسلامو فوبيا په نوعيت خبره وكړه او د انډونیشیا ډاکټر امام شمس علی په اسلامو فوبيا كښې د كردار ترسره كوؤنكو عواملو جاج واغست او په دې قابو موندلو له ئۍ تګلاره هم تجويز كړه۔ پاکستانی خبريال رضا احمد رومي په هند كښې د روانې اسلامو فوبیا مخنيوي لپاره د فعاله ګامونو فوري ضرورت ته پام وګرځولو۔ دغسې نورو مقررينو په اسلامو فوبيا قابو موندلو له نړيوالې مرستې سره سره د کمیونټی د شموليت په مهم كردار زور راوړو۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں