د اين ډی ایم اے د ګرمۍ چپې راتللو نه وړاندې په معلومات وركولو او د سټيك هولډرز په زړه پورې غبرګون څخه ځاني زيان څخه بچ كېدو له مرسته تر لاسه شوه، رپورټ

image

اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی(اېن ډي اېم اے) د ګرمۍ چپې راتللو نه وړاندې د معلومات په وركولو او د سټيك هولډرز لخوا د زړه پورې غبرګون د لارې ځاني زيان څخه بچ كېدو له مرسته تر لاسه شوه ٬ د تېرو كلونو په مقابل كښې د ګرمۍ چپې اثرات نيم په نيمه كم كړے شوي ۔ د اېن اي او سي يو مشر عهدېدار د ګل په ورځ اے پي پي ته ووئيل نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر په كال 2024 كښې په ګرد هېواد كښې د ګرمۍ د چپې اثرات په سم ډول وړاندې كولو كښې كاميابي ترلاسه كړې ۔ دا كاميابي د نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر تکنیکي پوهې او د فعاله ډیزاسټر مېنجمنټ د لارې صحت عامه او حفاظت لپاره د دې عزم خرګندوي۔ ده ووئيل د مارچ 2024 وړومبو ورځو كښې د نېشنل اېمرجنسی آپرېشن سېنټر تكنيكي ډلې په مئي او جون كښې د متوقع هيټ ويو پېشنګوئي كړې وه ۔ نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر د مارچ تر وروستۍ اونۍ د هيټ ويو په اړه يو بشپړ دستاوېز جاري كړے په كوم كښې چې د سندھ او پنجاب په څير سيمې زياتې حساسې ګرځولې شوي ۔ په دستاوېز كښې د ګرمۍ د متوقع اثرات خاكه وړاندې كړې شوه په كومه كښې چې ګرمۍ سره د اړوندو رنځونو زياتېدونكو خطرو ٬ د روغتيا په آسانيو د فشار راتللو او كركيلې او آبي وسائلو ته د پېښو ممكنه چېلنجونو په اړه خبردار شامل ؤ۔ ده ووئېل په مئي 2024 كښې په پاكستان كښې د ګرمۍ چپې څخه وروستو د جون په پېل كښې يو بله چپه رامخې ته شو٬ دغسې د نېشنل اېمرجنسي آپرېشن سېنټر لخوا د وړاندې كړو معلوماتو له امله د هيټ ويو منفي اغېزې تر ډېره حده كمې كړې شوې۔ د نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی چارواكو له مخې مانيټرنګ او فيډ بېك ميكانزم څخه دا خبره رامخې ته كيږي چې د حفاظتي اقدامات په نتيجه كښې د دې اغېزې د تېرو كلونو په مقابل كښی نزدې 50 فيصده كمې شوي۔ د كال 2024 هيټ ویوز سم پروجېکشن او فعاله انتظام نه يواځې ژوند او معاش محفوظ كړو بلكې په سائنس د اډانه لرونكې پالېسۍ جوړولو او د كميونټي لچك اهميت ئۍ هم قوي كړو۔ ده ووئيل د اېن ډی اېم اے منصوبه بندي، د ایجنسیو ترمينځه رابطه كاري او د اولسي تحفظ عزم به په راتكونكو كلونو كښې د ډیزاسټر مېنجمنټ هڅو لپاره د يو ماډل په توګه كار وكړي۔ د اتھارټي بېلو غېر سرکاري تنظیمونو، نړيوالو غېر سرکاري تنظیمونو او صوبائی ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټیز سره همكارۍ كښې اوسني هيټ ويو لپاره انتظام په فعاله توګه وكړے شو ځكه چې دغه چپه د سندھ او پنجاب ځينې سيمو لپاره د خطر سبب ګرځېدې شوې۔ ده ووئېل د سختۍ ګرمۍ څخه په سمدستي توګه ريليف او تحفظ وركولو لپاره سندھ او پنجاب كښې هيټ ويو كولنګ سنټرز جوړ كړے شوي٬ ضروري سهولتونو او تربيه لرونكې عملې سره دا مركزونه حاجت مندو لپاره د پناه ځايونه دي ٬ دغسې د طبی تیارۍ اهميت له مخې اېمبولېنسز هم د هنګامي صورتحال څخه په تندۍ سره مخنيوي لپاره سټېنډ بائي ساتلې شوي وٶ٬ ده ووئېل دې فعاله اقدام دا خبره باوري كړې چې د ګرمۍ پحقله د صحت د مسئلو په سمدستي توګه درملنه كېدې شي چې په سبب ئې د سنګينو نتيجو خطرې كمېدې شي۔ ده ووئيل د دې هلو ځلو نتيجې متاثر كن او د ډاډ وړ دي، يواځې 4005 رنځوران په روغتونونو كښې داخل كړې شوي او هغوي ته په وخت طبي مرسته وركړې شوې چې پكښې د 3979 رنځوران كامياب علاج نه پس د روغتونونو څخه ډسچارج كړے شوي۔ ده ووئيل يواځې 26 رنځوران بستر دي چې طبي مرسته ئې روانه ده۔ ده ووئيل د سختو حالاتو باوجود د څاروو زيان تر 144 محدود كړے شوے كوم څخه چې د ادارې كاركردګي رامخې ته كېږي٬ د دې اقدام كاميابي د ډيزاسټرمېنجمنټ چمتوالے او د مرستې اهميت واضح كوي او په سندھ او پنجاب كښې د هيټ ويو موثره انتطام د دا ډول شراكتدارۍ زياتولو او د كميونټيز د حفاظت امكانات رامخې ته كوي۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں