اسلام آباد 20 فروري(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د پا??ليمان د اړخه به هم هن?? له شريك ځواب وركولې شي٬قامي اسمبلۍ كښې به د هن?? په جنګي جنون بحث كولې شي٬د مېډيا مسئلو په اړه د پا??ليمان خاص كمېټۍ پھ جوړولو به غور كولې شي۔په قامي اسمبلۍ كښې به د هن?? په ضد شريك قرارداد هم منظورولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پا??ليماني خبريالانو اېسوسي اېشن پلاوي سره ملاقات كښې وكړه۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل ټول قام به د هن??ي جنګي جنون په ضد يو موټې شي او ځواب به وركوي۔اسد قيصر ووئيل د هن?? د جنګي جنون په معامله د سېنېټ چيئرمېن٬په سېنېټ كښې د مخالفې ډلې مشر او نورو لارښودو سره خبرې شوي دي۔ده ووئيل خارجه وزير سره هم خبره شوې۔ شريك او متفقه قرارداد به منظورولې شي۔ده ووئيل غواړو چې زياته قانون سازي اوشي او اولس ته آسانۍ ترلاسه شي۔د سپيكر په حېث د ايوان كسټوډين يم٬ټولو سره په ګډه كار كولې شي۔د مېډيا بحران حل كولو له كردار ترسره كولوته چمتو يم۔ده ووئيل پي آر اے دې خپل تحريري تجويز وړاندې كړي۔د وزيراعظم سره به په دې حقله خبره كولې شي۔د مېډيا د مسئلو به اړه د پا??ليمان خاص كمېټۍ په جوړولو غور كولې شي۔