مخدوم شاہ محمود قرېشي سره د آزاد كشمير وزيراعظم د راجه فاروق حېدر په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

image

اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي سره د زيارت په ورځ د آزاد كشمير وزيراعظم د راجه فاروق حېدر په مشرۍ كښې د پارلماني مشرانو 14 كسيزه پلاوي ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال په مقبوضه كشمير كښې د موجوده صورتحال په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ پارلماني مشرانو په لائن آف كنټرول او وركنګ باٶنډري د هند لخوا د ډز بندۍ په خلاف ورزۍ د تشوش او افسوس څرګندونه وكړه۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي په دې موقع د هند د جارحانه رويې غندنه كولو سره ووئيل منطقه كښې امن او استحكام لپاره د كشمير كشالې هوارې د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې ډېر ضروري دے۔ د جمو كشمير پارلماني مشرانو په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو او د كشمير كشاله په نړيواله كچه په رامخې ته كولو د خارجه چارو وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي مننه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل د پلوامه پېښې نه پس په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو شرح كښې زياتوالې د غندنه وړ دے۔

مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں