نيوزي لېنډ كښې په دوه جوماتونو د آسټرېلوي ترهګر په بريد ټول اولس خفه دې۔ په سوګ كښې به نن قامي بېرغ ټيټ پاتې كېږي

image

آسټرېلوي خارجه وزير په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔ ترك خارجه وزير سره دوه وارې خبره شوې۔ د او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډې په رابللو اتفاق شوې كومه به چې په 22 مارچ استنبول كښی كېږي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل سره په ګډه ميډيا بريفنګ
اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي نيوزي لېنډ كښې په دوه جوماتونو د آسټرېلوي ترهګر په بريد ټول اولس خفه دې۔ په سوګ كښې به نن د ګل په ورځ قامي بېرغ ټيټ پاتې كېږي۔ آسټرېلوي خارجه وزير په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔ ترك خارجه وزير سره دوه وارې خبره شوې۔ د او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډې په رابللو اتفاق شوې كومه به چې په 22 مارچ استنبول كښی كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير شاه محمود قرېشي د اتوار په ورځ ميډيا بريفنګ كښې وكړه۔ په دې مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل هم ده سره وو۔ خارجه وزير ووئيل د نيوزي لېنډ په پېښه كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو كښې 6 كورنۍ داسې دي كومو چې د خپلو شهيدانو كرائسټ چرچ كښې خاورو ته د سپارلو وئيلي دي۔ كومې كورنۍ چې خپل مړي راوړل غواړي نو هغوي ته به هر ډول آسانۍ وركولې شي۔ پاكستانې سفارت او چارواكي دوئي سره پرله پسې تماس كښې دي۔ د مړو پېژندګلو شوې ده۔ نن به مړي خپل وارثانو ته وسپارلې شي۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې څخه وروستو د رامخې ته شوې وضعې او په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد په اړه ټولو حكومتي او د مخالفې ډلې ګوندونو مشرانو ته نن خط ليكم ۔ آصف علی زرادری او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د قومي سلامتيا په مهمه مسئله مثبت ځواب راكړې دې۔ د ټولو پارلماني لارښودو غونډه به د مارچ په 28 مه نېټه ماښام 4 بجې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي

مضمون کا ماخذ : پاور بال آن لائن خریداری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں