د شهيد شوي اے اېس آئي قمر عالم د جنازې لمونځ ادا كړې شو

image

پېښور 16 اپرېل (اے پي پي) د شهيد شوي اے اېس آئي قمر عالم د جنازې لمونځ په ملك سعد شهيد پوليس لائن كښې ادا كړې شو۔ د جنازې په لمونځ كښې د خېبر پښتونخوا اعلٰی وزير محمود خان، آئي جي پي ډاکټر محمد نعیم خان، د پېښور كور كمانډر لېفټېننټ جنرال شاهین مظهر محمود، صوبائي غړو ٬ چيف سېكتر او د نورو سول او پوځي اهلكارو پشمول د سول سوسائټئ غړو په لويه شمېره كښې ګډون وكړو۔ په دې موقع د پوليس يو چټك ډلې شهيد ته سلامي وړاندې كړه۔ د يادونې وړ ده چې اے اېس آئي قمر عالم تېره شپه په استخباراتو اډانه د پوځ او پوليس د جوائنټ عملياتو په مهال حيات آباد فيز 7 كښې شهيد شوې

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں