اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د جمهوريه كوريا پارليماني پلاوي وليدل

image
APP88-24 ISLAMABAD: April 24 - President Dr. Arif in a group photo with the Parliamentary delegation of the Foreign Affairs and Unification Committee of the National Assembly of the Republic of Korea at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان كوريا سره خپلو سفارتي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬د پاكستان او كوريا د ملګرتيا اړيكې لري چې د كومو بنياد چې په شريك باور او پوهه اډاڼه دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمهوريا كوريا پارليماني پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كړې۔په پلاوي كښې د كوريا د قامي اسمبلۍ د خارجه چارو او يونيفيكېشن كمېټۍ څلور غړي شامل وو۔اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه تجارت د حقيقي صلاحيت څخ كم دے ٬د دوه اړخيزه تجارت حجم زياتوالي لپاره د ګامونو پورته كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه به د آزاد تجارت لوظ نامه په دې لړ كښې يو مثبت ګام وي۔ده په پاكستان كښې پھ بېلو څانګو كښې د كوريا كمپنو لخوا په سرمايه كارۍ كښې د پرله پسې زياتوالې هركلے وكړو۔اولس مشر ووئيل دې څخه د پاكستان په معيشت د كوريا كاروباري كمپنو د باور څرګندونه كېږي۔ده د كوريا په كمپنو زور راوړو چې هغوي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ښو موقعو او د حكومت سرمايه كار دوسته پالېسو څخه ګټه پورته كولو سره كان كني٬د كركيلې صنعت او د آئي ټي په څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔ده په دې امر د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې د پاكستان څخه زده كړو لپاره كوريا ته د تلونكو زده كونكو شمېر زياته شوې۔ده د كال 2019 لپاره د پاكستانو خواري كښو په كوټه زياتولو د كوريا حكومت مننه وكړه۔د كوريا پارليماني پلاوي ووئيل كوريا او پاكستان د يوبل څخه ډېر څه زده كوي۔پلاوي ووئيل پاكستان د بدھ مت اثارو خزانه لري كومه چې د غېر ملكي سېلګرو لپاره زړه راښكونكي ده

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں