په قامی اسمبلۍ كښې به په وفاقی بجټ 20-2019 د جمعې په ورځ بحث پيل كولې شي، په 25 جون به پھ بجټ بحث راغونډولې شي

image

اسلام آباد 13 جون (اے پی پی) په قامی اسمبلۍ كښې به په وفاقی بجټ 20-2019 د جمعې پھ روځ بحث پيل كولې شي، د غونډې مشري به د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قیصر کوي۔ د قامی اسمبلۍ سیکټريټ له مخې د جمعې په ورځ به په وفاقی بجټ 20-2019 بحث پيل كولې شي، په بجټ به عام بحث تر 24 جون روان وي ، په 25 جون به د خزانې دوهم وزير حماد اظهر په بجټ بحث راغونډوي او هم په هغه ورځ به قامی اسمبلۍ ته د لازمی خرڅونو تفصیلات وړاندې كولې شي په كومو به چې غړي بحث کوي۔ په 26 جون به د مالی كال مطالبات زر وړاندې كولې شي دغسې په 27 جون به په مطالبات زر د رايو شميره كولې شي۔شیډول له مخې پھ 28 جون به فنانس بل 2019ء منظوری لپاره ایوان ته وړاندې كولې شي۔ په 29 جون به بجټ منظورۍ آخری پړاؤ كښې د روان مالی كال په ضمنی مطالبات بحث كېږي، په 29 جون به د راروان كالي كال 19-2018 او 20-2019 ضمنی خرڅونو شیډول وړاندې كولې شي دغسې به د بجټ منظورۍ پړاؤ بشپړ شي۔

مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2
متعلقہ مضامین
مزید خبریں