پاك۔ چین ملګرتيا په قوي اقتصادی شراکت دارۍ بدلېږي

image

اسلام آباد 20 جون (اے پی پی)وزیراعظم عمران خان په دې خبره د اطمینان څرګندونه كړي چې پاك۔ چین ملګرتيا په قوي اقتصادی شراکت دارۍ بدلېږي، پاکستان د سی پیك پروژو له زیات اهمیت وركوي او د دې منصوبې په دويم پړاؤ كښې داخليدو له به په هره كچه رابطه کاري لا ښه كولو لپاره په زړه پورې هلې ځلې پكار راوستلې شي۔ وزيراعظم دا خبرې د چين 12م نېشنل نیشنل پیپلز کانګریس (اېن پي سي) د خارجه چارو كمېټۍ نائب صدف ٬ د چين اكېډېمي آف سوشل سائنسز د انټرنېشنل تهنك ټېنك بېلټ اېنډ روډ منصوبې د اېډوائزري كمېټۍ مشر ډاکټر ژاٶ بیج سره كړې چا چې خپل پلاوي سره ده سره وزیراعظم دفتر كښې ملاقات كولو۔ د چين اکېډېمی آف سوشل سائنسز د ګوند لېډرشپ ګروپ وائس چیئرمېن فانګ کال، د چائنه اوورسیز پورټ هولډنګ کمپنی لمیټډ چیئرمین باٶ ژونګ ژانګ، چیئرمېن هوانګ شانګ، د بو وائی بیالوجی کمپنی لمیټډ، ګوانګ هوئی چن، د ووهان لېنډنګ ميډيكل هائي ټېك كمپنۍ لېمټډ چیئرمېن چیاٶ رانګسن، صدر چن جی جیان چنګ٬ د ټی وی اېس وائی جیان چینګ، د پاكستان چائنيز انټرپرائزز سروسز كمپنۍ چیئرمین ژی هائی او د آر ډي آئي سېكټرېټ ډائرېکټر وین چنګ یو بی ډاکټر ژاٶ دوي سره ملګري وو۔ وزیراعظم د پلاوي هركلې كولو سره ووئيل پاکستان د سي پېك منصوبو ته ډېر اهميت وركوي او په خاص توګه دا عظیمه منصوبه د كركيلي ، سماجی او اقتصادي پرمختګ لپاره د مهمو څانګو شموليت سره په دوېم پړاٶ كښې داخله شوې ٬ په هره كچه بهترې رابطه كارۍ لپاره ټولې هڅې روانې دي۔ ده ووئيل پاكستان په بېلا بېلو څانګو كښې د چين تجربو څخه استفاده كول غواړي۔ وزیراعظم ووئيل د سرکاری او نجی څانګو ترمېنځه بشپړه رابطه باوري كولو لپاره په وزيراعظم دفتر كښې خاص سېل جوړٶ۔ په دې موقع ژاٶ بېج ووئېل چين به د كركيلي ٬ صحت ٬ هاٶسنګ او د سماجي او اقتصادي پرمختګ غوندې څانګو كښې پاكستان

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں