د خارجه وزير شاه محمود قريشي په بهوربن كښې د لاهور سېنټر فار پيس ريسرچ تر سيوري لاندې په افغانستان كښې د سولې په اړه كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 22 جون (اے پي پي﴾ خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې افغانستان او پاكستان دوه وروڼه دي چې ترمېنځه ئې د پېړو نه د ورورولې اړيكې دي٬ مونږ لپاره د خوشحالې او فخر خبره ده چې د افغانستان نامتو سياسي شخصيات او ډېر محترم مذهبي مشران نن دلته موجود دي٬ پاكستان ډېر د زړه نه٬ د نېك نيت او د شريكې ذمه وارې احساس سره په افغانستان كښې د امن عمل لپاره د اسانيې وركولو كردار ترسره كړے۔ د اتوار په ورځ په بهوربن كښې د لاهور سېنټر فار پيس ريسرچ تر سيوري لاندې په افغانستان كښې د سولې په اړه كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده په پاكستان كښې د كنفرنس ګډون كوونكو هركلې وكړو او وې وئيل چې پاكستان ستاسو دوهم كور دے٬ مونږ لپاره د خوشحالې او فخر خبره ده چې د افغانستان نامتو سياسي شخصيات او ډېر محترم مذهبي مشران نن دلته موجود دي٬ پاكستان ډېر د زړه نه٬ د نېك نيت او د شريكې ذمه وارې احساس سره په افغانستان كښې د امن عمل لپاره د اسانيې وركولو كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل چې په منطقه يا نړۍ كښې نور كوم دوه داسې هېوادونه نشته كوم چې دومره زيات شريك اقدار لري كوم چې پاكستان او افغانستان لري۔ خارجه وزير ووئيل چې په كال 1979م كښې په افغانستان كښې د غېر ملكي قبضې نه پس پاكستان نه يوازې د افغان وروڼو مرسته وكړه بلكې د څلور لسيزو څخه د خپل افغان وروڼو مېلمستيا كوي او دا د ذمه وارې د احساس ثبوت هم دے۔ ده ووئيل چې پاكستان د افغانستان په اړه واضح نظر لري٬ مونږ په كورنۍ توګه او ګاونډيانو سره د سوله ايز افغانستان پلوي يو۔ مونږ د افغانستان د خپلواكې او د دې د جغرافيائي سلامتيا احترام كوو۔ ده ووئيل چې په افغانستان كښې د ناامني زيات تكليف پاكستاني اولس ته هم رسېدلې٬ په افغانستان كښې د سلامتيا د صورتحال د پاكستان په سلامتيا پرله پسې ژور اثرات كېږي او په افغانستان كښې امن او استحكام د پاكستان په خپله ګټه دے۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې څوك هم دا د ځانه جوړه شوې نظريه نه مني چې په افغانستان كښې د پاكستان ستراتېژيكي ژورتيا ده۔ مونږ افغانان خپل دوستان او وروڼه ليدل غواړو۔ ده ووئيل چې پاكستان تل وئيلي دي چې د مسئلې حل مذاكرات دي۔ ده ووئيل چې زه كله په دوهم ځل خارجه وزير جوړ شوم نو په كال 2018م كښې د اګست په مياشت كښې مې تر ټولو وړومبې دوره د كابل كړې وه او د دې نه پس درې ځله كابل ته تللې يم۔ په افغانستان كښې د امن په لړ كښې مې د چين٬ روسيې٬ اېران٬ تركيې٬ قطر٬ سعودي٬ اومان او متحده عرب اماراتو دوره هم كړې۔ ده ووئيل چې مونږ باور لرو چې د افغانستان په اړه حتمي ثالث افغانان په خپله دي۔ ده ووئيل چې د افغانستان اولس د يو ښه سباؤن په هيله نن دلته د موجوده مشرانو په پلو ګوري او دوي په ځائ د دې حقدار دي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں