په سګرېټ مو ټېكس زيات كړې د تماكو په فصل نه۔ د تماكو كرونده ګر به دې سره ځپلې نه شي۔ د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان قومي اسمبلۍ كښې په بجټ د امير حېدر خان هوتي د پورته كړې نكتې ځواب

image

اسلام آباد ۔ 24 جون (اے پی پی) د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان وئيلي دي په سګرېټ مو ټېكس زيات كړې د تماكو په فصل نه۔ د تماكو كرونده ګر به دې سره ځپلې نه شي۔ د ګل په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د امير حېدر خان هوتي لخوا بجټ تقرير كښې د پورته كړې نكتو ځواب وركولو سره د پارلماني چارو دوهم وزير علي محمد خان ووئيل چې تماكو د صوابۍ او چارسدې نغد فصل دې دې لپاره سپيكر خاص كمېټي جوړه كړې ده۔ 300 روپۍ ټېكس به په سګرېټ څښلو نافذ كولې شي دغسې چې كرونده ګر و نه ځپلې شي۔ په دې اړه معامله به حل كړو۔ د تماكو كرونده ګرو ته آساني وركول دي په دوئي به اضافي بوج اچولې نه شي۔ راجه پروېز اشرف ووئيل چې مونږ ملټي نېشنل كمپنيو ته مراعات وركوو۔ ځائي كاروباري وګړو ته دې آسانۍ وركړې شي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں