پاکستان افغان امن عمل كښې د سهولت كار٬ د انټرا افغان ډائيلاګ او شريك باور لپاره به ټول وسائل كاروي

image

اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي پاکستان په افغان امن عمل كښې د سهولت كار٬ د انټرا افغان ډائيلاګ او شريك باور لپاره به ټول وسائل كارٶي ٬ پاکستان افغانستان سره تجارتي، اقتصادي، سرمايه کاري، مواصلاتي، توان او كلتور اړيكو ته لا وده وركولو له چمتو دے ٬ پاکستان به افغانستان كښې د تعميرنو او سماجي اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې روانې ساتي۔ ده د زيارت په ورځ انسټي ټيوټ آف سټرټيجك سټډيز كښې د افغانستان اولس مشر اشرف غني د خيالاتو څرګندونې څخه وړاندې د هركلې ريمارکس كښې ووئيل د امن او سوكالۍ په لاره كښې د ولاړو خنډانو چيلنجونو سره مخ يو په كوم چې په شريكو هڅو قابو موندلې كېدې شي۔ د اولس مشر اشرف غني دوره د دواړه هېوادونو د قيادت ترمينځه د اعلي كچ رابطې زياتولو د شريك خواهش علامت ده ۔ خارجه وزير ووئيل وزيراعظم د اوږدې مودې راهسې په دې خبره زور راوړي چې د افغان شخړې هوارې يواځې امناكه سياسي حل ممكن دے او دا خبره د داډ وړ ده چې نن ټوله کميونټي د هغه بيانيه مني۔ده ووئيل پاکستان به په نيك نيتۍ او د شريكې ذمه واري سره د افغان امن عمل بشپړ سهولت کارۍ لع هڅې كوي او خپل دا كردار به روان ساتي۔ ده ووئيل په دې خبره باور لرو چې آخر به د افغانستان د سباؤن پريكړه يواځې افغان اولس له كول وي۔ ده ووئيل پاکستان عمر له د نتيجې

مضمون کا ماخذ : comprar raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں