وزيراعظم او پاك پوځ نړۍ ته پېغام وركوي چېد كشمير مسئلې هواري سره به منطقه كښې امن راشي

image
APP43-27 ISLAMABAD: August 27 – Special Assistant to PM for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan addressing a press conference at PID Media Centre. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم اطلاعات او خپرونو لپاره خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي وزيراعظم او پاك پوځ نړۍ ته پېغام وركوي چېد كشمير مسئلې هواري سره به منطقه كښې امن راشي٬ زمونږ ځوانانو امن لپاره خپل ځانونه قربان كړي٬ نن شهيدانو او غازيانو ته د پېرزوئنو واړندې كولو ورځ ده۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان دا خبرې د جمعې په ورځ د لېفټېننټ ارسلان عالم شهيد په كور كښې د شهيد لوړو درجو لپاره د لاس نيوې نه پس خيريالانو سره په خبرو كښې كړې۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل پاكستان تر ھغې نشي مضبوطېدې تر څو چې كشمير نه وي آزاد شوې۔ دې ووئيل كشميريان د يو مياشت نه زياتې مودې راهسې هند بنديوانه ساتلي٬ تر څو چې د ظلم توره شپه نه وي تېره شوې د پاكستان حكومت ٬ اولس او پوځ به كشميريانو سره ولاړ وي٬ زمونږ د شهيدانو د مېندو خوېندو او لوڼو حوصلې لوړې او عزم كلك دے۔ دې ووئيل د شهيدانو د كورنيو جذبات د ليدو وړ دي٬ مونږ په دوي وياړ لرو٬ تر څو چې هېواد لپاره دا جذبه موجود ده څوك زمونږ وېښته هم نه شي ازارولې

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں