د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه د سټرائيك کور د مشترکه مشقونو دورې په موقع خبرې

image

پېنډۍ 05 دسمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې پاك پوځ د هېواد دفاع لپاره هر وخت تيار دے ٬ د هر چېلنج د مخنيوي بشپړه صلاحيت لري۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر دا خبرې د سټرائيك کور د مشترکه مشقونو دورې په موقع وكړې۔ په دې موقع سرلښكر د روانو مشقونو معائنه هم وكړه۔ په مشقونو كښې د پاكستان د فضائي جنګي الوتكو او د سعودي رائل لېنډ فورسز دلو برخه واخسته۔ سرلښكر د پاكستان اېئر فورس پشمول مشقونو كښې د ګډون كوٶنكو ٬ د تربيې د معيار او د سعودي رائل لېنډ فورسز د دستې د شموليت ستائنه وكړه ۔ سرلښكر ووئيل دا ډول مشقونه د حربي صلاحيتونو د رامخې ته كولو ښه طريقه ده۔ ده ګډون كوٶنكو ته ووئيل چې د پاك پوځ سټرائيك کور د جنګ په مهال پرېكنده كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاك پوځ د عسكر نه تر جنرال ټول اعلیٰ تربيه لرونكي دي او د هېواد سلامتيا لپاره د هر چېلنج مقابلې لپاره هر وخت تيار دي۔ سينئر کور کمانډر، انسپکټر جنرل ټريننګ اينډ ايويليوايشن، کمانډر ډيفنس کمانډ، د پاکستان ايئر فورس سينئرچارواكي او د سعودي عرب د رائل لېنډ فورسز دوهم كمانډر مېجر

مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں