اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) د پاك پوځ سرلښكر جنرل سيد عاصم منير وئيلي دي زمونږ ځواكونه د هر ډول خبر او سازش په ضد هر وخت چمتو ولاړ دي٬ پاكستان به په خپلواكئ كومه سمجموته نه كوي٬ د ترهګرو په ضد د پاكستان وسله وال ځواكونه په نره جنګېدے شي خو د ترهګرۍ په ضد د ټول قام مرسته ضروري ده٬ د سوشل ميډيا او پروپېګنډې مقصد بې اعتباري٬ اړے ګړے او مايوسي خپرول دي٬ د سوشل ميډيا د خبرونو تحقيق ډېر ضروري دے، د تحقيق او د مثبت سوچ نه غېر ټولنه د اړي ګړي ښكار وي۔ د شورو په ورځ په جناج كنونشن سنټر اسلام آباد كښې د “پاکستان نېشنل يوتھ کنفرنس” ته خپلې وېنا كښې سرلښكر سيد عاصم منير ووئيل د هېواد ځوانان د قام او هېواد ځالانده رواياتو ٬ د اقبال او قائد د خوبونو د تعبير امين دي٬ د پاكستان د روښانه سباون معمارانو او د اقبال شاهينانو ته په مخاطب كېدو ډېره خوشحالي محسوسوم، د پاکستان جوړولو مقصد دا ٶ چې زمونږ مذهب٬ تهذيب و تمدن په هر لحاظ د هندوانو نه مختلف دے ، ده ووئېل ځوانانو له په وطن٬ قام٬ كلتور تهذيب او تمدن او پخپل ځان ډېر اعتماد پكار دے۔ ده ووئيل د پاكستان ځوانانو له په دې خبره كلك باور پكار دے چې دوي د يو عظيم وطن او قام ځامن دي۔ ۔ ده د قرآن مجيد حواله وركولو سره ووئيل لوي څښتن په قرآن كښې فرمائيلي دي۔ “اے د ايمان خاوندانو! كله چې يو فاسق تاسو له خبر رواړي د دغې تصديق وكړئ”۔ سرلښكر ووئيل د پاكستان جوړېدل د رياست طيبه سره مماثلت لري ٬ دواړه د كلمې په اساس جوړ شوي٬ لوي څښتن پاكستان له بلها معدني سرچينې٬ زراعت او د ځوانانو افرادي قوت غوندې نعمتونه وركړي٬ مسلمانان په سخته كښې صبر او په آسانۍ كښې د لوي څښتن شكر ادا كوي۔ ده ووئيل د پاكستان په روښانه سباون پوخ باور لرو او د اسلاف ميراث برقرار ساتل دي٬ په دې مهال زده كوٶنكو د وېنا په مهال پاك آرمي زنده باد٬ پاكستان زنده باد او د قائداعظم زنده باد نعرې هم اووهلې۔