زمونږ حکومت د نواز شريف او شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو روان كړې:انجينئر امير مقام

image

پېښور 03 اګست (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو او سيفرن وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې مونږ د دهرنو نه بلكه د كار كولو خلك يو او زمونږ حکومت د نواز شريف او شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ پلو روان كړې،د دې برعکس عمران خان د هېواد د پرمختګ پهيه ودرولو له هر ډول حربے استعمالوي۔ده د اتوار په ورځ پېښور كښې د پاکستان مسلم ليګ (ن) صوبائي سيکريټريټ كښې خبري کنفرنس ته وينا كوله۔ امير مقام ووئيل پي ټي آئي خېبر پښتونخوا له هيڅ ګټه نه ده وركړې نه ئې څه كار كړې،هغوي د پاکستان دښمنانو به شان د پاکستان د پرمختګ په ضد په سازشونو كښې بوښت دي،بل پلو وفاقي حکومت د عوام دوست پاليسو او ښه کارکردګۍ په سوب د اولس زړونه ګټلې دي۔ده ووئيل زه ستاسو مننه كوم چې تاسو دلته راغلې ئي،زمونږ مخلوط وفاقي حکومت دے، اتحادي ګوندونه زمونږ سره دي،مونږ ګڼو چيلنجونو سره مخ يو،ترهه ګري ،ګراني او معاشي مسئلې لرو،په خپلو وسائلو كښې پاتې كيدو سره اولس له ريليف وركويي،د اولس مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كوو۔ده ووئيل سټاك ايکسچينج مارکيټ مخ په پورته روان دے،مونږ غواړو چې اولس ته روزګار ترلاسه شي،د غريبۍ مسئله ختمه شي،وزيراعظم شهباز شريف د اولس خذمت لپاره ډير څه كوي او ډير زر به د اولس په مرسته په دې ټولو مسئلو قابو ومومو۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں