پارليمان ته د وزيراعظم عمران خان وېنا د قام هر كس ستائېلې۔د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان

image

اسلام آباد 01 جولائي (اے پی پی)د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان وئېلي دي وزيراعظم عمران خان په پارليمان كښې چې كوم خطاب كړے هغه د قام ننګ راوېخولو لپاره ضروري ؤ ٬د قام هر كس تر دې چې مخالفين هم د وزيراعظم د وېنا په ستائنه كولو مجبور شوي۔د زيارت په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان وېنا د يو روايتي سياستدار نه وه بلكې هېواد سره د مينه لرونكې او د غېرت مند ليډر د زړه غږ ؤ كوم چې د قام هر كس ستائېلې ده او چا چې په سياست٬معيشت٬انصاف٬د اولس خېرښېګړې پروژو او د خارجه چارو پشمول په تولو موضوعاتو ښكاره خبره كړې ۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران خان د امريكې او افغانستان په اړه هم د پاكستان لخوا د سپينو ټكو موقف اختيار كړے چې پاكستان امريكې سره په امن كښې برخه اخستونكے جوړېدے شي خو جنګ كښې نه۔ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ډېرې قربانۍ وركړي اوس قام د لا ترهه ګرۍ متحمل كېدے نه شي

مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں