چړهوئي 02 جولائي (اے پي پي)د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي د پرچې چيئرمېن بلاول بهټو د آزاد كشمير اولس د نادانه جوړولو هڅه كوي٬په سندھ كښې د 30 كلونو څخه د دوي حكومت دے خو كراچۍ د خزلې څخه ډكه ده٬د سپو د خوړلو رنځورانو ويكسين هم نشته ٬د آزاد كشمير پرمختګ خبرې كوونكي دې وړومبے لاړكانه بدله كړي٬پي ټي آئي د آزاد كشمير پرمختګ لپاره عزم لري۔هغه د جمعې په ورځ په اېل اے 12 جړهوئي خخه د تحريك انصاف كانديد چوهدري شوكت فريد د ټاكنو كمپائن په لړ كښې راجوړې اولسي غونډې ته وېنا كوله۔په دې موقع د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور هم وېنا وكړه۔د مواصلات وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل دې څخه وړاندې دواړو ګوندونو په ګلګت بلتستان كښې لوئې ادعاګانې د ټاكنو كمپائن په مهال كولې خو هغوي ته دوه چوكې ترلاسه شوې ٬په آزاد كشمير كښې به هم تحريك انصاف په لوي اكثريت سره كاميابي ترلاسه كوي۔ ده ووئېل په آزاد كشمير كښې به راتلونكې ټول ټاكنې تحريك انصاف ګټي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان چې په كوم ډول په نړۍ كښې د كشمير مقدمه وړاندې كړې ٬ د كشمير خلق دې دغې ته لازمي پام وكړي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې پخپله وېنا كښې خپل ځان د كشميريانو سفير ګرځولے٬هغه په نړيواله فورمونو د كشمير مقدمه وړاندې كړی٬په ناموس رسالت د مسلمانانو جذبات نړۍ ته وړاندې كړې شوي او اوس د پاكستان د مدينې رياست په ډول د جوړولو خبره كوي٬مونږ په دې ليډر وياړ لرو