اسلام آباد۔5جولائی (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري افغانستان كښې د ايسارو شوو پاكستانيانو په حقله وئيلي دي کابل كښې د پاكستان سفارتخانه سعودي ته د پروازونو ځنډوېدو د لاسه دغلته د ايسارو شوو پاكستانيانو سره په تماس كښې ده ۔ د ګل په ورځ وياند د ميډيا د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل دغلته د اېسارو شوو پاكستانيانو د طورخم د لارې بېرته راوستو له مناسب انتظامات كوي او دغسې د پاكستان سفارت هغوي لپاره د ټرانسپورټ ٬ خوراك او نغدې مرستې بشپړ انتطام هم كړے۔ وياند ووئيل تېره ورځ د پاكستانيانو اولنۍ ډله د روډ د لارې پاكستان ته رالېږلې شوې وه