اسلام آباد۔8جولائی(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي حکومت د ډیجیټل ټیکنالوجۍ په پراخه کچه کارولو باور لري۔ انفارمېشن كميونيكېشن ټېكنالوجي اقتصادي او پېداواري پرمختګ له زياته مهمه ده۔ حكومت د اولس د ژوند معيار ښه كولو ٬ معاشي خوشحالي باوري كولو او د ارزانې او باور وړ ډيجيټل خذماتو رسنې له هڅې كوي۔ د زيارت په ورځ نېکسټ جنرېشن براډ بېنډ (فور جی) ملتان لوظنامې حوالې سره اسلام آباد كښې دستورې ته خپل خطاب كښې خارجه وزير ووئيل د تل پاتې پرمختګ اهداف 2030 ، د قامي پرمختګ ايجنډا كښې شاملول د پاكستان د سياسي عزم څرګندونه ده۔ هغه ووئيل زمونږ صوبائي پرمختيائي تګلاره او د پاكستان د تل پاتي پرمختګ ايجنډا اېس ډي جيز سره مطابقت لري۔ هغه ووئيل پاكستان د تل پاتي پرمختګ په ټولو هدفونو پېشرفت ضروري ګڼي بياهم مونږ ځينې هدفونه په ترجيحي بنيادونو ټاكلي دي كومو كښې چې اېس ډی جی 2، د لوږې خاتمه ٬ اېس ډي جی 3، ښه صحت ، اېس ډی جی 4، معیاری زده كړې او اېس ډي جي 8 ٬ معاشي نمو شامل ده۔ هغه ووئيل ډيجيټل ټېكنالوژي كارولو سره د حكومتي هدفونو ترسره كېدو كښې مرسته ترلاسه كېدې شي۔ هغه ووئيل د كورونا وائرس وباﺀ په مهال د پاكستان حكومت د احساس اېمرجنسي پروګرام لاندې د ډيجيټل كېشن د لارې 15 ملينه بې وزله كورنيو ته 203 اربه روپۍ وركړې۔ د سمارټ ډيجيټل سلوشنز د لارې دا منصوبه په كم وخت كښې او سپېځلي ډول ترسره شوې۔ هغه ووئيل د تل پاتي پرمختګ هدف ښه صحت ترسره كولو كښې هم د انفارمېشن كميونيكېشن ټېكنالوجۍ څخه استفاده كېدې شي۔ هغه ووئيل د تل پاتي پرمختګ بل هدف معياري زده كړو كښې پېش رفت هم د انفارمېشن ټېكنالوجي د لارې ممكن شو۔ هغه ووئيل انفارمېشن کمیونیکېشن ټېكنالوجۍ اقتصادي او پېداواري پرمختګ له زياته مهمه ده۔ د پاكستان حكومت خپلې قيمتي اثاثې ځوان كول ته د انفارمېشن ټېكنالوژۍ نه د ګټې پورته كولو موقعې وركوي۔ د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت په دې لړ كښې د “ډیجی سکل” په نامه يو آن لائن تربيتي پروګرام پېل كړ ے دے دغسې چې ځوان كول ته د ډيجيټل سكلز تربيه وركړې شي چې غوښتنه ئې په نړيوالو كچه د “فری لانسنګ” حوالې سره زياته ده۔ هغه ووئيل زمونږ حکومت د رامینځة کیدونکي ډیجیټل ټیکنالوجۍ او عصري اېپلي كېشنز په پراخه كچه كارول كېدو باور لري۔ هغه ووئيل زه نن په دې خوشحاله شوے يمه چې تاسو كومه منصوبه پېل كوۍ دا به د سوئيلي پنجاب د سهولتونو نه محروم خلكو په ګټه وي۔ 38 منصوبې به په سوئيلي پنجاب كښې پېل كړې شي كومو څخه به چې د زده كړو ٬ روغتيا او كركيلې په څانګه كښې د لكھونو په شمېر كسان استفاده وكړي په دې زه ستاسو مننه كوم۔ هغه ووئيل د وبا په مهال د 203 اربه روپو ډیجیټل توزیع ته د ګوتو نه پورته كېدل د سپېځلتيا څرګندونه ده۔ خارجه وزير ووئيل مونږ په خپل وزارت كښې په اقتصادي سفارت كارۍ عمل كوؤ ځكه چې سفارتي هدفونه تر هغه وخت ترلاسه كېدې نه شي ترڅو زمونږ معيشت مستحكم شوے نه وي