الېكشن كمېشن په اېن اے 83 او اېن اے 85 كښې د ټاكنو ځنډولو اعلاميه منسوخ كړه

image

اسلام آباد 23 جنوري (اے پي پي) الېكشن كمېشن د قامي اسمبلۍ په اېن اے 83 او اېن اے 85 كښې د انتخابات ځنډولو اعلاميه منسوخ كولو سره په دواړو حلقه جاتو كښې د شېډول له مخې د ټاكنو كولو پرېكړه كړې ۔ د چيف الېكشن كمشنر سكندر سلطان راجه په مشرۍ كښې پنځه كسيزه بېنچ د كېس سماعت وكړو ٬ د پاكستان مسلم ليګ (ن ) كانديد محسن شاه نواز رانجھا ووئيل ما ته د ريټرننګ افسر يو نوټس ترلاسه شوے چې پكښې په دغه حلقه كښې د كانديد د مړينې په سبب ټاكنې ځنډولې شوي٬ د حق رسېدلي كانديد د مړينې سند د جنورۍ د پنځلسمې نېټې دے٬ تحقيقات څخه معلومه شوې چې كانديد صادق علي د جنورۍ په 2مه نيټه پحق رسېدلے او په درېمه جنورۍ خاورو ته سپارلے شوے او په دې معامله كښې جعلسازي شوې ٬ د سرګودها ډي سي د معاملې انكوائري هم كړې ٬ زه خواست كوم چې ټاكنې دې ونه ځنډولې شي۔ د بحث نه وروستو چيف الېكشن كمشنر ووئيل په دواړه حلقه جات كښې به ټاكنې كېږي او د دې حكم جاري كوٶ

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں