نیویارک۔29 جنوری(اے پی پی) پاكستان په نيويارك كښې’’بېسټ ان شو ‘‘انټرنېشنل ټورازم ډوېلپمنټ ایوارډ ترلاسه كړے۔ په نيويارك كښې شوې ټرېول اېنډ اېډونچر شو كښې د پاکستان پوېلین ته ’’بېسټ ان شو‘‘ انټرنېشنل ټورازم ډوېلپمنټ ایوارډ وركړے شو۔ په دې موقع امريكا كښې د پاكستان سفير مسعود خان خپلو خبرو كښې ووئيل دا خبر زمونږ لپاره د وياړ وړ دے چې پاکستاني پویلین ته ’’بېسټ ان شو ‘‘انټرنېشنل ټورازم ډوېلپمنټ ایوارډ وركړے شو۔ پاکستاني سفیر مسعود خان خبريالانو ته ووئيل ټرېول اېنډ اېډونچر شو يوه په زړه پورې شو ده او دلته يو شمېر هېوادونه او ټور آپرېټرز موجود دي۔ ده ووئيل نړۍ د پاكستان په ټورزم ماركيټ كښې په خاص توګه اېډونچر او اېكو ټورازم كښې ژوره خوښي لري۔ سېلګرۍ ته د ودې وركولو په لړ كښې په 27 او 28 جنورۍ نيويارك كښې شوې د اعلی كچ دې ايونټ كښې ګردې نړۍ څخه 550 څخه زياتو ټور كمپنيو ٬ كروز لائنز او د سېلګرۍ څانګې سره اړوندو وګړو ګډون كولو۔ په دې شو كښې نزدي 190 هېوادونو برخه اغسته۔ د پاكستاني پوېلین پرانسته په امريكا كښې د پاكستان سفير كړې وه۔ په دې موقع د ګلګت بلتستان د سېلګرۍ وزير غلام محمد، ٬ پخوانے وزير راجه ناصر علي خان او په نيويارك كښې د پاكستان قونصل جنرل عامر احمد اتوزئي هم موجود وو۔