اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ او د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو د دوه اړخيزه اړيكو ودې٬ په خاص توګه تجارتي او ماحولياتي اقدامات په اړه مرسته زياتولو لپاره د نوو لارو په لټولو اتفاق كړے ۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د جمهوريه مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو ټېلي فوني تماس نيولے٬ د ټېلي فون مقصد په ابوظهبي كښې د ملګرو ملتونو فرېم ورك کنونشن آن کلائميټ چېنج (کوپ۔28) په مهال په دوېم دسمبر كال 2023 شوي ملاقات كښې د خبرو عمل مخ په وړاندې بوتلل وو٬ دغسې دواړه مشران د شريكو اړيكو قوي كولو او د تجارت او ماحولياتي اقدامات پلو پام ګرځولو سره مرستې زياتولو لپاره موقعو لټولو ته صلاح شوي وو٬ دواړو مشرانو د پراخه سيمه ايزې مرستې د لارې په سوئيلي آسيا كښې امن او پرمختګ لپاره د كار كولو خواهش هم څرګند كړے