سراج الحق د جماعت اسلامي غېر معمولي غونډه نن منصوره كښې رابللې ده مقبوضه كشمير كښې په جماعت اسلامي د بندېز په شمول په نورو چارو به غور كولې شي

image

اسلام آباد ۔ 5 مارچ (اے پی پی) د جماعت اسلامي پاكستان امير سناتور سراج الحق د جماعت غېر معمولي غونډه نن د شورؤ په ورځ منصوره كښې رابللې ده۔ د جماعت اسلامي پاكستان وياند ترمخه غونډه كښې به د پاك هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي په وضعه ٬ مقبوضه كشمير كښې په جماعت اسلامي د بندېز٬ د دفترونو بندولو او په كارمندانو د هندي ځواك ظلم او زياتي په شمول په نورو چارو غور كولې شي۔ غونډه كښی به د جماعت اسلامي پاكستان دوهم اميران پروفېسر محمد ابراهیم خان ، اسد اللہ بھټو ، راشد نسیم ، ډاكټر فرید احمد پراچه ، میاں محمد اسلم، عمومي سېكتر لياقت بلوچ ، دوهم عمومي سېكتر محمد اصغر ٬ حافظ ساجد انور ، اظهر اقبال حسن او د جماعت اسلامي وياند امير العظيم ګډون كوي

مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha
متعلقہ مضامین
مزید خبریں