د وزيراعظم عمران خان د ايران اولس مشر حسن روحاني سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب

image
APP37-22 TEHRAN: April 22 – Prime Minister Imran Khan and President Hassan Rouhani holding joint press talk on Monday. APP

تهران ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) پاکستان او ایران امنيتي مرسته زياتولو ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې پولې ساتنې له د جوائنټ رېپډ اېكشن فورس جوړولو ته صلاح شوي دي۔ د دواړو هېوادونو مشرتابه ترمينځھ په دوه اړخيزه تجارت او د اقتصادي اړيكو په لا مستحكمولو هم اتفاق راغلې ۔ وزیراعظم عمران خان د ګل په ورځ د ايران اولس مشر حسن روحاني سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل دواړه هېوادونه به په خپله خاوره د ترهګرو هلو ځلو اجازه چا له نه وركوي او د دواړو هېوادونو سيكورټي چيفس به د مرستې لارې لټولو له ملاقاتونه كوي ۔ وزیراعظم هيله ولرله چې دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ باور زيات شي او دې نتيجې ته به ورسوو چې دواړه هېوادونو به خپله خاوره د يو بل په ضد د كارولو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل د پاكستان موجوده حكومت هېواد كښې د كومې هم عسكري ډلې ختموولو له عزم كړے او دا په كوم بهرني فشار نه كېږي بلكې د ټولو سياسي ګوندونو په مشاورت دا پرېكړه شوې چې مونږ به چاته د چا په ضد د خپلې خاورې كارولو اجازه نه وركوو۔ وزيراعظم ووئيل د تېرو 10 څخه تر 12 كلونو په مهال پاكستان ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې او د ترهګرو بريدونو په نتيجه كښې 70 زره پاكستانيان شهيدان شوي ۔ ده ووئيل مونږ افغانستان څخه زيات خوش قسمته يؤ چا چې سره د نېټو او د افغان امنيتي ځواكونو د قوت سره د پاكستان په ډول په عسكريت خوښۍ قابو اونه موندلو۔ وزیراعظم عمران خان د ايراني اولس مشر حسن روحانی په بلنه دوه اړخيزه او تجارتي اړيكې مضبوطولو له خپل پلاوي سره د ايران په دوه ورځنۍ سركاري دوره تللې۔ وزيراعظم ووئيل څو ورځې وړاندې ترهګرو د پاكستان 14 امنيتي اهلكار ارماړه بلوچستان كښې شهيدان كړي ۔ ده ووئيل مونږ ته معلومه ده چې ايران هم د ترهګرۍ ښكار پاتې شوې ۔ وزیراعظم ووئيل افغانستان كښې د 4 لسيزو څخه روان جنګ پاكستان او ايران دواړه ځپلې ۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن د دواړو هېوادونو په ګټه دے۔ ده ووئيل دافغان ستونزې سياسي حل له مرسته كولو له به مونږ يو بل سره مرسته كوو ولې چې جنګ ځپلي افغانستان كښې امن د پاكستان او ايران دواړو په ګټه دے

مضمون کا ماخذ : sorteios quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں