د برتانيې شهزاده وليم او د هغه كورودانه كېټ مېډلټن به ﴿نن﴾ په پنځه ورځنې دوره اسلام آباد ته راځي

image

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د برتانيې شهزاده وليم او د هغه كورودانه كېټ مېډلټن به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ په پنځه ورځنې دوره اسلام آباد ته راځي۔ د كال 2006م نه پس به دا د برتانيې د شاهي كورنۍ د كوم غړي لخوا د پاكستان وړومبې سركاري دوره وي۔ د برتانيې شاهي جوړه به د نور خان په هوائي اډه كوزېږي چرته به چې د دوي رېډ كارپټ هركلې كولې شي۔ وفاقي وزيران٬ د خارجه دفتر چارواكي او د برتانيې د هائي كميسون چارواكي به د شاهي جوړې هركلې كوي۔ د نور خان په هوائي اډه به د برتانيې شاهي جوړې ته ګارډ آف آنر وړاندې كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال جیک پاٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں