پاکستان تحریک انصاف به په آزاد کشمیر كښې كېدونكو ټول ټاكنو كښې بشپړه كاميابي ترلاسه كړي۔ مونږ په آزاد کشمیر کښې د امن وضعه په ځائې ساتلو له د اېف سي ٬ رېنجرز شمېره يو په دوه كړې۔ وفاقی وزیر شېخ رشید احمد

image

اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي پاکستان تحریک انصاف به په آزاد کشمیر كښې كېدونكو ټول ټاكنو كښې بشپړه كاميابي ترلاسه كړي۔ مونږ په آزاد کشمیر کښې د امن وضعه په ځائې ساتلو له د اېف سي ٬ رېنجرز شمېره يو په دوه كړې۔ مريم نواز چې كوم صورتحال رامخې ته كول غواړي هغې كښې به هغه ناكامۍ سره مخ شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نجي ټي وي چېنل پروګرام كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل مريم نواز آزاد جموں وكشمير كښې د ټاكنو كمپائن په مهال مقبوضه كشمير كښې د هندي قابض ځواكونو د ظلمونو هېڅ ذكر نه كوي۔ د جولائي په 25 مه نېټه به مسلم ليګ نون د آزاد كشمير ټول ټاكنو كښې ماتې خوړولو سره مخ شي۔ پاکستان تحریک انصاف به په آزاد کشمیر كښې كېدونكو ټول ټاكنو كښې بشپړه كاميابي ترلاسه كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان نړۍ ته ښكاره پېغام وركړے دے چې پاكستان به خپله زمكه د چا په ضد كارولو له نه وركوي۔ پاكستان دښمنه قوتونه هېواد كښې د ناامنۍ صورتحال رامخې ته كولو هڅې كوي۔ هغه ووئيل لاهور كښې د ترهګرۍ پیښه كښې د هند د ككړ كېدو شواهد ترلاسه شوي دي۔ په داسو كښې د رامخې ته شوې پیښې تورنو ته به ډېر زر ورسؤ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د افغان سفير د لور د تښتول كېدو پیښې پلټنې زمونږ ذمه واري وه كومه چې پايې ته رسوؤ۔ په معامله كښې شامل څلور واړه ګاډي زمونږ په تحويل كښې دي۔ د ګاډو د ډرائيورانو نه مو هم تفتيش كړے دے د كوم رپورټ چې خارجه وزارت او وزيراعظم ته لېږلے شوے دے۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں