مير پور 18جولائي (اے پي پي) خارجه وزير شاہ محمود قريشي وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان تسلسل سره د کشمير لپاره غږ پورته كوي ځكه چې د هغه مرګ ژوند د پاکستان سره دې، آزاد کشمير وګړي دې د پاتې ګوندونو سياست او منشور اوګوري او اوس وخت راغلې چې هغوي د عمران خان نظريه او نښه كامياب كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده مير پور آزاد کشمير كښې اولسي غونډي ته وينا كښې وكړه،په دې موقع وزيراعظم عمران خان هم موجود ؤ دغسې د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد او د پاکستان تحريك انصاف آزاد کشمير صدر او ميرپور څخه د ګوند كانديد بيرسټر سلطان محمود چوهدري هم خطاب وكړو۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قريشي ووئيل د مير پور هركلې دا ثابت کړې چې کشمير ژوندې دې او ژندې به وي، کشمير ځكه ژوندې دې چې کشميريانو له د خپل منزل پلو مخ په وړاندې تلل دي او وزير اعظم عمران خان څوكچې وائي چې نه به چا ته سر ټيټ كړو او نه به خرڅ شو بلکه د کشمير مسئلې حل كولو نه غير او 5 اګست اقدامات بيرته اخستلو نه غير به هند سره هيڅ ډول خبري نه كوو۔ده ووئيل دا هغه عمران خان دې څوك چې تسلسل سره د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل وي يا كوم بل نړيوال فورم د كشمير مسئلې لپاره غږ پورته كوي،ځكه چې د وزيراعظم عمران خان مرګ او ژوند د پاکستان سره دې او هغه نن مير پور ته راغلې۔ده ووئيل د مير پور اولس چې كوم عزت راكړې هيله لرو چې په 25 جولائي به آزاد کشمير كښې د تحريك انصاف کانديد لوئ اکثريت سره کامياب شي۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد خطاب کښې ووئيل د مير پور اولس سره يوه جلا خپلولي لرم او نن زه عمران خان لپاره د ووت غوښتلو له راغلې يم۔ده ووئيل ما د مظفر آباد جلسه كښې وئيلي ؤ چې لال چوك لال حويلي سره څه خپلولي لري،هيله لرم چې د آزاد کشمير اولس هغه خلك ليلدې كومو كښې چې يو تن داروګانو اخستلو له تللې خو تر اوسه بيرته نه دې راغلې۔ ده ووئيل وزيراعظم عمران خان به د کشمير نامه په ڼرۍ كښې دغسې ووندۍ ساتي چې تارخ به ياد ولري ، په 25 جولائي به تحريك انصاف آزاد کشمير كښې كاميابيږي او په 27 جولائي به دلته جشن وي۔