کراچۍ ۔24جولائی(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي د كورونا وائرس مخنيوي له په اېس او پيز عملدرآمد بايد باوري كړې شي۔ اولس دې چې څومره زر كېدې شي وېكسين ولګوي۔ اولس دې د اېن اوسي په هداياتو سختۍ سره عملدرآمد وكړي۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په مشرۍ كښې ګورنر هاؤس كښې د اعلی كچې غونډه وشوه۔ په دې موقعه د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر هم موجود ؤ۔ صدر مملکت هدايت وكړو چې د سندھ ګورنر دې د محرم الحرام نه وړاندې د بېلو مكاتب فكر علماﺀ كرامو غونډه وكړي۔ هغه ووئيل د محرم الحرام په ورځو كښې دې په مذهبي ځايونو او اجتماعاتو كښې په اېس او پيز عملدرآمد باوري كړې شي۔ په دې سخت وخت كښې دې اولس د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔ هغه زياته كړه چې د فعاله تګلارې د لارې د بې وزلۍ ختمول او تل پاتې پرمختګ ممكن دے۔ هغه ووئيل د كراچۍ او صوبې نورو پرمختيائي سكيمونو حوالې سره د وفاقي حكومت هڅې د ستائنې وړ دي۔ غونډه كښې د قامي اسمبلۍ غړي جے پرکاش، د سندھ اسمبلۍ غړو فردوس شمیم نقوی، سعید آفریدی، خرم شېر زمان، بلال غفار او سندھ اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر حلیم عادل شېخ هم ګډون كولو۔ وفاقی وزیر د کورونا وائرس صورتحال او په خاص توګه څلورمه چپه كښې د انډین وائرس موجودګۍ حوالې سره صدر مملكت ته بشپره بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير اسد عمر د وفاقي فنډنګ په مرسته د روانو پرمختيائي سكيمونو او صوبې لپاړه د سباؤن منصوبو په اړه هم بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د سندھ ګورنر ووئيل چې اولس دې ماسك كاروي ، د رش نه دې لرې پاتې كېږي او وېكسين دې ضرور ولګوي۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر غونډې ته ووئيل وفاقی حکومت سندھ صوبه كښې د تل پاتي پرمختګ په ايجنډا كار كوي۔ د دوه اړخيزه تګلارې په بنياد لويو ښارونو او د سېل ځايونو كښې سختۍ سره په اېس او پيز عملدرآمد باوري