اسلام آباد 25 جولائي (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين خان ګنډا پور وئيلي دي چې مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ د پولنګ پېل كېدو نه وړاندې د ټګۍ شور پېل كړې٬ د دواړو ګوندونو كاركنانو د پي ټي آئي د كاركنانو په ضد غنډا ګردي روانه ده او تراوسه د تحريك انصاف دوه كاركنان شهيدان شوې دي۔ د اتوار په ورځ د آزاد کشمير انتخاباتو پحقله خپل بيان كښې ده ووئيل مسلم ليګ ن او پيپلز پارټي د پولنګ پېل كېدو نه وړاندې د ټګۍ شور پېل كړې٬ د وړاندې نه هم د دې اندېښنې څرګندونه شوې وه چې دوي به په انتخاباتو كښې د ټګۍ شور كوي، په ګلګت بلتستان كښې هم ماتې ليدلو سره دوي د ټګۍ شور پېل كړې ٶ، ده ووئيل مسلم ليګ ن د انتخابي كمپائن پېل سره د هند بيانيه وړاندې كوله ٬ د مسلم ليګ (ن) د كانديد اسماعيل ګجر د بيان په سختو ټكو غندنه كوي٬ د ھغه د بيان نه دا برېښي چې ھغه هند سره مراسم لري۔ ده ووئيل د آزاد کشمير اولس د تحريك انصاف مرسته كوي٬ مونږ د سپېځلو او سوله ايزو انتخاباتو ملاتړ كوؤ