اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټرعارف علوي وئيلي دي چې وفاقي ټيکس محتسب او اېف بي آر خپله کارګردګي كښې ښه والې راوستلو سره په کاروبار كښې آسانيو په اړه مسئلې تر ډير حد ختميدې شي، ټيکس نظام كښې شفافيت راوستلو سره محصولات راجمع كولو كښې به زياتوالې وشي، ټيکس راجمع كول ضروري دي خو دې لپاره د ټيکس نظام ساده ، آسان او سپيځلې كولو ته اړټيا ده،رياستي اختياراتو كښې توازن او احتساب اوج وابدهي نظام سره جمهوريت قوي كيږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعي په ورځ په ايوان صدر كښې وفاقي ټيکس محتسب د اړخه اولسي خبرتيا سيمنيار ته د خاص ميلمه په حېث خپله وينا كښې وكړه۔ په دې موقع د اېف بي آر چئيرمېن عاصم احمد، وفاقي ټيکس محتسب مشتاق احمد سکھيرا، د بېلا بيلو چيمبرز آف کامرس اينډ انډسټريز او ټيکس بارايسو سي ايشنز عهديدار او نمائندګان هم موجود ؤ۔ صدرمملکت ووئيل انساني تاريخ كښې د حکمرانانو د احتساب روايت د مديني رياست څخه پيل كيږي كوم چې د خلفائے راشدين په دور كښې بام ته رسيدلې، احتساب او جوابدهي دې نظام پيروي نه پس راغليو مسلمان حکمرانانو هم كړې۔ صدرمملکت ووئيل رياستي اختيارات كښې توازن او احتساب او جوابدهي نظام سره جمهوريت قوي كيږي، بدعنواني ختمولو ته بايد ترجيح وكړې شي ځكه چې بدعنوانۍ سره د ټولنه په معاشي توګه کمزور او غريب طبقي تر ټولوز ياتي ځپلې كيږي۔ صدرمملکت ووئيل پاکستان كښې جي ډي پي او آبادۍ تناسب سره ټيکس وركونكو شرح د نړۍ د نورو هېوادونو په مقابله كښې كمه ده د دې نور وجوهات هم دي چرته چې ټيکس نظام كښې خرابۍ وي دا هم لوئ عوامل دې۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې موجوده حکومت په هدايات او لارښودنه كښې اېف بي آر د دغي خرابو ختمولو له د اقدامات سلسله پيل كړي۔ صدرمملکت ووئيل ټيکنالوجي په ښه ډول استعمال سره ټيکس نظام كښې خرابۍ لري كولو كښې مرسته كيدې شي۔ وفاقي ټيکس محتسب مشتاق احمد سکھيرا سيمينار ته وينا كښې ووئيل هېواد كښې د ټيکس دائره کار كښې پراختيا او ټيکس وركونكو اعتماد بحالۍ لپاره وفاقي ټيکس محتسب اداره جوړه شوي او دا اداره ټيکس وركونكو او ټيکس نظام په اړه د ګيلو آزالې لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل وفاقي ټيکس محتسب اداره قانوني اختيار كښې پاتې كيدو سره د ټيکس په اړه نظام خرابو په اړه او ګيلو ازالې لپاره خپل کردار ترسره كوي۔وفاقي ټيکس محتسب ادارې په هڅو اېف بي آر عمومي ټيکس آډټ کيسونو شميره 50 زره څخه كمه شوې۔ دغسې ټيکس ايمنسټي په اړه قانون ځپلي كسانو له ريليف وركرې شوې۔ ده د وفاقي محتسب ادارو موثره کردار په حقله د صدر مملکت ډاکټرعارف علوي کردار وستائلو۔ د دستوري په پيل وفاقي ټيکس محتسب په اړه دستاويزي فلم هم وړاندې كړې شو