د خزاني وفاقي وزير شوکت ترين سره د توان وزير حماد اظهر ملاقات ، د يوريا سرې د رسد او سټاك جاج واخستلے شو

image

اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير شوکت ترين سره د توان وزير حماد اظهر د نهي په ورځ د خزاني په وزارت كښې ملاقات كړے ۔د خزاني وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخي په دې موقع د كروندګرو طبقې لپاره د يوريا سرې رسد او سټاك جاج واخستلے شو۔ د ملاقات په موقع د خزاني لپاره خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود ، د قامي غذائي تحفظ او تحقيق خاص مرستيال جمشيد چيمه ، د خزاني سيکرټري ، د صنعت او پيداوار سيكټري ، د پاور ډويژن سيکرټري پشمول د اړوندو وزارتونو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔ د صنعت او پيداوار سيكرټري د يوريا سرې پيداوار په اړه بريفنګ وركړو او راروان سيزن لپاره ئې د سرې حاجت او سټاك په اړه ووئيل ۔ ده ووئيل د ضروريات له مخي د يوريا سرې مناسب ذخيره شته۔ خپل ريمارکس كښې د خزاني وزير شوکت ترين د زرعي پيداوار ودي لپاره غريبو کروندګرو له زرعي مداخل په وخت باوري كولو له د حکومتي عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل حكومت د زرعي څانګي پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي دغسې چې پيداوار او د كروندګرو آمدن زياتولو ته پام لرنه وكړې شي۔په دې موقع د توان وفاقي وزير محمد حماد اظهر ووئيل د سرې مجموعي سټاك په تناظر كښې د سرې جوړونكو قامي صنعتونو له هر ممکن معاونت وركولې شي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں