د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په بنوں کينټ د ترهه ګرۍ بريد غندنه،امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

image

اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق په بنوں کينټ د ترهه ګرۍ بريد غندنه كولو سره د بريد په شنډولو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔جاري شوې بيان له مخې اسپيکر د ترهه ګرۍ بريد شنډولو سره شهيد شويو 8 بهادرو ځوانانو په په شهادت د افسوس څرګندونه وكړه،شهيد شويو كښې نائب صوبيدار محمد شهزاد ، حوالدار شهزاد احمد پشمول ټولو شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل شهيدان د قام فخر دے،د شهيدانو د هېواد دفاع لپاره وركرې شوې عظيم قربانۍ به عمر له ياد ساتلے شي۔اسپيکر د شهيدانو كورنيو سره د غمرازۍ او يووالي څرګندونې سره ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ د شهيدانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ده دعا اوكړه چې لوے څښتن دې شهيدانو له لوړې درجے او غمحنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : جیتنے والی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں