ډاکټر شریں مزاري سره پاكستان كښې د رومانيه سفير وليدل

image
APP02-20 ISLAMABAD: March 20 - Federal Minister for Human Rights Dr. Shireen Mazari meeting with Ambassador of Romania to Pakistan H.E. Nicole Goia at his office. APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاکټر شریں مزاري سره پاكستان كښې د رومانيه سفير نېكولا ګويا د شورو په ورځ ليدلي دي ۔ په دې موقع پاکستان كښې د رومانيه سفير نېكولا ګويا د بشري حقونو ودې او تحفظ لپاره د پورته كړو ګامونو په اړه د پاكستان حكومت او په خاص توګه د بشري حقونو د وزارت د هلو ځلو ستائنه كولو سره ووئيل د اوسني حكومت لخوا د بشري حقونو لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي۔ د ملاقات په مهال د بشري حقونو تحفظ په خاص توګه د مېرمنو٬ ماشومانو او د اقليتونو د تحفظ ودې په اړه په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں