د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري٬د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف پرېس كنفرنس

image

اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي نړۍ له به د هند د دوه مخيزه معيار خبر اخستل وي٬هند د نيوزي لينډ پیښې غندنه وكړه خو د مسلمانانو شهيدانو او جوماتونو ذكر يې اونه كړو٬په سمجهوته ايكسپرېس د ترهه ګرو د بريد په حقله د هند عدالتي پريكړه د هند د دوه مخيزتوب عكاسي كوي٬چين د پاكستان لازواله دوست دے او لكه د غر زمونږ سره ولاړ دے٬سږ كال د چين سره د يو ارب ډالرو د لا برآمداتو هيله لرو٬د چين سره د اېف ټي اے په حقله خبرې هم حتمي پړاؤ كښې دي او راراونه مياشت د وزيراعظم د چين دورې پھ موقع د لاس ليك كولو هيله ده٬د امريكې سره اړيكې ښې كېږي۔ د زيارت په ورځ خارجه وزارت كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري٬د تجارت او سرمايه كارۍ صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف پرېس كنفرنس ته خارجه وزير ووئيل د سمجهوته ايكسپرېس بې ګناه شهيدانو ذمه وار څلور واړه مجرمان برې كول ډېره د اندېښنې خبره ده٬د جرم اعتراف كولو باوجود مجرمان بري كول هندي عدالت نړۍ حېرانه كړی ٬دا پريكړه د هند د دوه مخيزه معيار عكاسي كوي۔ده ووئيل هند هره ورځ پاكستان ته ګوتې نيسي خو چا هم د هند بيانيه قبوله نه كړه۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هند يو پلو په او آئي سي كښې چوكۍ غواړي خو بل خوا د كرائسټ چرچ پیښې په غندنه كښې د مسلمانانو شهيدانو او د جوماتونو ذكر كولو باندې پرې څه چل كېږي۔نړۍ له به د هند د دوه مخيز توب نوټس اخستل وي۔ده ووئيل پاكستان د پلوامه پېښې پلټنو له سنجيده دے او په دې لړ كښې به زر تفصيلات وړاندې كړو۔خارجه وزير ووئيل د چين سره زمونږ اړيكې عمر له مثالي پاتې شوي٬د هند سره اوسني تاؤ تريخوالي يو ځل بيا ثابته كړې چې چين د پاكستان لازواله دوست او لكه د غر زمونږ سره ولاړ دے۔ده وئيل زما د چين دوره ډېره سودمنده وه٬په وړومبي ځل د خارجه وزيرانو په كچه ستراتېژېكي خبرې شوي چې پكښې مونږ افغانستان كښې د امن پشمول په بېلو چارو خبرې كړی۔ ده ووئېل د بېلټ اينډ روډ اقدام راروانه غونډه به پھ چين كښې كېږي چې پكښې به د 36 هېوادونو استازي ګډون كوي۔وزيراعظم عمران خان به هم د اعزازي مېلمه په توګه په غونډه كښې ګډون كوي۔د يوې پوښټنې پھ ځواب كښې ده ووئيل د ملائېشيا وزيراعظم مهاتير محمد درې ورځنۍ دورې په مهال به د دواړو هېوادونو ترمينځه په څلورو مفاهمتي يادښتونو لاس ليك كولې شي۔ده ووئيل د ډاكټر مهاتير محمد دورې سره به د ملائېشيا او پاكستان اړيكې لا غوره شي۔خارجه وزير د كرائسټ چرچ په پیښه غمرازۍ كولو سره ووئيل مونږ د پاكستانيانو وروڼو جرات ته سلام كوو چا چې د خپل ځان په قربانۍ وركولو نور بې ګناه خلق بچ كړل۔ده ووئيل په استنبول كښې د او آئي سي ناڅاپي غوڼډې رابللو مقصد د اسلام فوبيا ٬ تند خوښۍ مخ نيوي په حقله په ګډه تګلار جوړول دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وياند ووئيل د چين سره سږ كال د لا يو ارب ډالرو برآمداتو هيله ده دغسې د چين سره د اېف ټي اے په حقله خبرې اترې حتمي پړاؤ كښې دي او راتلونكې مياشت به وزيراعظم د چين دورې په موقع په دغې لاس ليك كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل د چين دورې پھ مهال د مولانا مسعود اظهر په معامله د امريكې٬فرانس او برتانيې په سوچ خبرې وشوې۔ده ووئيل چين د لويې فشار باوجود خپل اختيار كارولې ۔د چين سره زمونږ په ګڼو معاملاتو مشاورت كېږي٬پاكستان خبر دے چې نړۍ څه غواړي او زموڼږ ګټھ په څه كښې ده۔مونږ له خپلو كورنيو حالاتو ته كتل دي ۔د پاكستان او امريكې اړيكو په حقله ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه اړېكې مخ په وړاندې روانې دي خو لا اوس هم ډېر څه كول غواړي۔ده ووئيل 7 مياشتې وړاندې دلته د امريكې سره په اړيكو كښې د تناؤ خبرې كېدې٬نن د بهترۍ امكانات زياتېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل په نېشنل ايكشن پلان د اے پي اېس پېښې نه وروستو قامي اتفاق رامخې ته شوې او په 20 نكاتي نېشنل ايكشن پلان باندې ټولو سياسي ګوندونو مشرانو لاس ليك كړی۔په وړومبي پړاؤ كښې پوځي ايكشن په موثره ډول ايكشن وكړې شو٬په دوهم پړاؤ كښې به په سياسي توګه كار كول وي۔ده ووئيل په كالعدم تنظيمونو ټكونه د ډېرې مودې نه كېږي٬دا سياسي ګوندونه د مودو نه په حكومت كښې پاتې دي خو زمونږ حكومت دا معامله په بشپړه ډول د ډيل كولو اراده لري۔د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف ووئيل د ملائېشيا پلاوي كښې 35 سرمايه كاران هم راځي٬د هغوي سره په څلورو لويو لوظ نامو لاس ليك كېږي٬د دواړو هېوادونو حكومتونو د بورډ آف انويسټمنټ د بېلو څانګو ترمينځه مرستې ته وده وركړی كېږي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د سعودي عرب٬يو اے اي٬قطر٬تركي او چين پشمول نورو هېوادونو كاميابې دورې كړي چې ورسره هېواد كښې د پرمختګ او سرمايه كارۍ نوې لارې پرانستلې شوې دي

مضمون کا ماخذ : estatisticas para ganhar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں