د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ټويټ

image

اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د مغليه شاهي كورنۍ په ضد د بغاوت بېرغ پورته كولو مطلب د نوي پاكستان په قافله٬ نظريه او مشرتابه د باور څرګندونه ده٬ د رانا ثناالله لخوا په خپلو صفونو كښې د بغاوت اعتراف د ن ليګ په سياسي مورچه كښې د واضح شګاف ثبوت دے۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې هغې ووئيل چې پنجاب سره تعلق لرونكو د اسمبلۍ غړو لخوا وزيراعظم سره ملاقات د ن ليګي مشرتابه د آمرانه سوچ٬ شاهانه مزاج او سياسي لمېټډ كمپنې په ضد بغاوت دے۔ دا غړي مورثي غلامې لپاره تيار نه دي۔ هغې ووئيل چې مسلم ليګ نه كومه بيانيه لري او نه كوم مشرتابه۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې د جمهوريت او د آئين د بالادستې د خبرې كوونكو د خولې نه د مېنځنې مودې د ټاكنو خبره كوم جمهوريت دے۔ هغې ووئيل چې د پاكستان سباؤن سره د لوبې كوونكو سباؤن تور شوے۔

مضمون کا ماخذ : apostas quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں