نن ورځ د عدم استحكام غوښتونكو لپاره د مايوسۍ ورځ ده

image
APP77-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan speaking during Secretary-General’s Climate Action Summit at UN Headquarters. APP

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي نن ورځ د ادارو ترمېنځه په ټكر هېواد كښې د عدم استحكام خوښي لرونكو لپاره د مايوسۍ ورځ ده٬ چيف جسټس آصف سعيد کھوسه د پاکستان په عظيمو ججانو كښې يو دے۔ د زيارت په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل نن ورځ د ادارو ترمېنځه د ټكر د لارې هېواد كښې د عدم استحكام خوښي لرونكو لپاره د مايوسۍ ورځ ده۔ ده ووئيل نن ورځ زمونږ د بهرنيو دښمنانو او دلته د موجوده مافياز لپاره د مايوسۍ ورځ ده چا چې د هېواد دولت لوت كړې او بهر ئې جمع كړې ٬هغوي هېواد كښې د عدم استحكام د لارې خپل دولت محفوظول غواړي۔ وزيراعظم ووئيل ريکارډ لپاره دا وئيل غواړم چې چيف جسټس آصف سعيد کھوسه د پاکستان عظيمو ججانو كښې يو دے او زه د ده ډېر عزت كوم ۔ ده ووئيل زمونږ ګوند ھغه يوازنې ګوند دېے چا چې 23 كاله وړاندې د آزادې عدليې او د قانون حكمرانۍ خبره كړې وه ۔ په 2007 كښې پي ټي آئي د عدليه په تحريك كښې د ټولو نه وړاندې ٶ او په دغه هلو ځلو كښې زه زندان ته لېږلې شوے ووم ۔.

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں