اسلام آباد۔23جنوری(اے پی پی) د وزير اعظم د بېن المذاهب همغږۍ او منځني ختيز خاص استازي حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئيلي دي منبر او محراب له به د ګران هېواد سلامتيا ٬ استحكام او د ټولنې اصلاح لپاره خپل كردار ترسره كول وي٬ نن د سوشل ميډيا په ناوړه توګه كارولو سره د ځوان كول د ګمراه كولو هڅې كېږي ٬ اسلامي تعليمات د امن او سلامتيا درس وركوي ٬ د مدرسه عربيه زده كوؤنكي به فتوی تسليم كړي كومه چې د دوي اكابرينو وركړې او كومه چې د انتها خوښۍ ٬ ترهګرۍ او د فرقه وارانه تشدد او ځانمرګې بريدونو په ضد ده٬ پاك پوځ او د سلامتيا ادارو ثابته كړې چې د پاكستان دفاع مضبوطه ده ٬ د پاكستان په دفاعي او پوځي صلاحيت ګرده اسلامي نړۍ وياړ لري٬ دښمن مونږ كمزورے كول غواړي خو د پاكستان دفاعي او عسكري صلاحيت مضبوط دے ٬ د ايران پاكستان اوسنۍ مسئلې په مهال پاكستان نړۍ ته دا په ډاګه كړې چې مونږ يو امن خوښونكے قام يؤ او زمونږ پالېسي د امن پالېسي ده۔ ايران سره اړيكې ښې شوي دي٬ مونږ ګاونډيانو هېوادونو سره به امن پاتې كېدل غواړؤ۔ ده د پېنډۍ په جامع مسجد كښې علماﺀ كرامو او طالبعلمانو ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د ټولنې خامۍ ختمولو او حل لپاره منبر او محراب مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل دنيا د دين تابع ده ٬ دين د حرام او حلال ترمينځه فرق ښائي۔ د ټولنې اصلاح لپاره د عامو وګړو په مقابل كښې محراب او منبر سره د تعلق لرونكو ذمه واري زياته ده۔ د ميډيا په څير منبر او محراب هم يو قوت دے ٬ زمونږ په ټولنه كښې د دوئي خبره زياته اورېدلې شي۔ ده ووئيل مونږ له به خپلو رويو كښی نرمي رامخې ته كول وي لكه څنګه چې پېغمبرانو علېهم السلام د بې دينو سره په نرمۍ خبره كړې۔ ده ووئيل د ټولنې اصلاح به كول وي او په بې تحقيقه بې بنسټه خبرونو دې باور ونه كړے شي۔ جوماتونه يواځې د عبادت ځايونه نه دي ٬ د مسجد امام او مبلغ دې په بې بنسټه پروپېګنډو باور نه لري۔ ده ووئېل د قرآن او سنت له مخې دې د اولس لارښودنه وكړې شي۔ ده ووئيل د ټولنې مسئلې حل كولو له دې د جوماتونو دروازې هر وخت پرانستې وساتلې شي۔ ده ووئيل مونږ بايد خپل ځان او نورو له آسانۍ رامخې ته كړؤ۔ يواځې د قرآن او سنت له مخې وركړې شوې فتوی قبول كړؤ او د پېغام پاکستان د لارې امن پېغام ته وده وركولو له غږ پورته كړؤ۔ ده ووئيل د اوچ كالۍ او موسمي رنځونو ختمولو او باران لپاره به د جمعې په ورځ د استسقا مونځ ادا كولې شي۔ ده ووئيل تاسو په جوماتونو كښې باران لپاره هره ورځ خصوصي دعا كېږي۔ ده قرآن حفظ كوؤنكو او د بخاري شريف ختم كوؤنكو زده كوؤنكو ته مباركي وركړه۔ ده د زده كوؤنكو مور پلار او استاذانو ته مباركي وركولو سره هغوي ته د عقيدت پېرزوئنې هم وړاندې كړې