ميرپور يونيورسټي آف سائنس اېنډ ټېكنالوجي د برطانيې پارلماني غړي محمد افضل خان ته د ډاكټر آف لاﺀ اعزازي ډګري وركړه

image

اسلام آباد ۔ 6 اکتوبر (اے پی پی) ميرپور يونيورسټي آف سائنس اېنډ ټېكنالوجي د برطانيې پارلماني غړي محمد افضل خان ته د ډاكټر آف لاﺀ اعزازي ډګري وركړې ده۔ ده ته کشمیر هاؤس اسلام آباد كښې د آزاد كشمير لنډ مهاله اولس مشر او د نسټ پوهنتون چانسلر شاه غلام قادر خصوصي كانووكېشن كښې دا ډګري كشمير كاز سره سره د پاكستان او آزاد كشمير اولس خېر ښېګړې له د ده پورته كړې ګامونه او كاميابۍ نظر كښې نيولو سره وركړه۔ په دې مهال خپل خطاب كښې د پوهنتون لخوا د اعزازي ډګرۍ په جاري كولو مننه كولو كولو سره ده ووئيل نسټ پوهنتون تېرو څو لسيزو څخه د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګو كښې طالبعلمانو ته د معياري زده كړو وركولو فرض ترسره كوي۔ ده غوښتنه وكړه چې كشمير كښې دې تشدد په سمدستي توګه بند كړې شي۔ ده باور وركړو چې د كشمير مسئله به پارلېمنټ كښې ښكاره مقام لري۔ په دې مهال وائس چانسلر ډاکټر حبیب الرحمن هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل دې څخه وړاندې حريت لارښود سيد علي ګېلاني ته هم دا ډول اعزازي ډګري وركړې شوې وه۔

مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں