حېران يم چې د هانګ كانګ په مظاهرو سرخې جوړونكي نړيواله مېډيا په كشمير كښې د بشري حقونو د بحران څخه سترګې ولې اړوي۔وزيراعظم عمران خان

image

اسلام آباد11 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان په دې خبره د حېرانتيا څرګندونه كړې چې نړيواله مېډيا د هانګ كانګ مظاهرو سرخۍ جوړوي خو په كشمير كښې د بشري حقونو د سخت بحران څخه سترګې ګرځوي۔د جمعې پھ ورځ په خپل ټوېټ كښې ده ووئيل كشمير په نړيواله توګه منلې شوې۔شخړيزه سيمه ده هند د 9 لكه عسكرو په مرسته د 80 لكه كشميريانو محصور كولو سره په كشمير د غېر قانوني قبضې هڅه كوي۔ده ووئيل د دوه مياشتو راهيسې مېډيا په بشپړه توكه بليك آؤټ٬د مقبوضه كشمير ټول سياسي قيادت او د ماشومانو پشمول هند بې ګناه كشميريان زندان كښې بندولو سره كشمير كښې انساني الميه پېدا كېږي او نړيواله مېډيا په دې خاموش ده۔وزيراعظم ووئيل د سلامتي كونسل قراردادونو د لارې د كشميريانو سره چې د خپلواكۍ حق كوم لوظ شوې وو٬د تېرو دريو لسيزو په مهال په نړيواله توګه د خپلواكۍ حق لپاره هلې ځلې كونكي يو لك كشميريان وژل شوي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں