د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر د اے ډي بي ترسيوري لاندې فورم ته وېنا

image

اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې د روزګار موقعې پېدا كول او برآمدات زياتول د حكومت ترجيح ده٬ د پاكستان د انفراسټركچر ضروريات پوره كولو لپاره د ځانګړې سرمايه كارې ضرورت دے٬ د لويو لارو او توان ضروريات پوره كولو لپاره نجي څانګه شريكه كړې شوې۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د اے ډي بي تر سيوري لاندې فورم ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د انفراسټركچر په پروژو كښې سرمايه كاري يو لوي چېلنج دے٬ په دې څانګه كښې د سرمايه كارې ګېپ د جي ډي پي د 5 نه تر 7 فيصده مساوي دے۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې د توان په څانګه كښې نجي سرمايه كاري شوې٬ په انفراسټركچر كښې هم د سرمايه كارې ضرورت دے۔ ده ووئيل چې د هاؤسنګ او اوبو پشان مسئلې حل كول ضروري دي او د انفراسټركچر تعمير لپاره صوبې زيات صلاحيت لري

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں