اسلام آباد۔28 جون(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ هم د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون وكړو٬ په دې موقعه ګڼ شمېر غړو وزيراعظم سره وليدل۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ ته د رارسېدو په مهال غړو اودرېدو او مېزونه ډبولو سره وزيراعظم ته هركلے ووے۔ په ايوان كښې وزيراعظم سره اقليتي او مېرمنو غړو د ډلو په شكل كښې ملاقات وكړو۔ وزیراعظم سره د وفاقي وزير رانا تنوير حسېن او اوېس لغاري سره سره د بلوچستان عوامي ګوند پارليماني ليډر خالد مګسي هم ملاقات وكړو