پاکستان په فلسطينيانو د اسرائيلي جارحيت په ضد استنبول كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو په غونډه كښې غږ پورته كړې۔ سينيټر اسحاق ډار

image

اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې تر اوسه 37 زره فلسطينيان شهيدان او 20 لكه بې كوره شوې دي٬ پاکستان په دې معامله په استنبول كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو په غونډه كښې بشپړه غږ پورته كړې۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د فلسطين په مسئله د پاليسي بيان په مهال ووئيل چې د اسرائيلي جارحيت په نتيجه كښې تر اوسه 37 زره فلسطينيان شهيدان او 20 لكه بے كوره شوې دي٬ پاکستان په دې معامله په استنبول كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو په غونډه كښې بشپړه غږ پورته كړې دے٬ په عمان كښې په د 65 هېوادونو په غونډه كښې د اسرائيلي بربريت لاره نيولو لپاره غږ پورته كړې شوې، تر اوسه فلسطينيانو لپاره د مرستې د سامان 9 کھيپ لېږلې شوې دي۔ ده ووئيل پاکستان واضحه موقف لري چې اسرائيل د جنګي جرمونو مرتكب دې۔ ده ووئيل وزيراعظم د اېس سي او په غونډه كښې په دې مسئله غږ پورته كړې٬ پاکستان د كال 1967 څخه وړاندې د پولو پشمول بيت المقدس پايه تخت لپاره د آزاد فلسطيني رياست حمايت كوي۔ ده ووئيل د برتانيه ځينې تنظيمونو په غزه كښې د ميډيکل زده كوٶنكو د مسئلو څخه مونږ خبر كړو نو په دې مونږ پي اېم ډي سي ته د فلسطين د ميډيکل زده كوٶنكو د تعليم په اړه ليكلي ٶ او پي اېم ډي سي د خارجه وزارت په موقف د فلسطين زده كوٶنكو ته په ميډيكل كالجز كښې د تعليم جاري ساتلو اجازه وركړې ده۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں